ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو پنځو ورځو کې له پاکستانه ۹۸۸ افغان کډوال راستانه شوي

په تېرو پنځو ورځو کې له پاکستانه ۹۸۸ افغان کډوال راستانه شوي

author avatar
18 Apr 2024 - 15:46
په تېرو پنځو ورځو کې له پاکستانه ۹۸۸ افغان کډوال راستانه شوي
author avatar
18 Apr 2024 - 15:46

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو ورځو کې له پاکستانه په جبري ډول ۹۸۸ کډوال راایستل شوي دي.

دغه کډوال چې ټول ۱۹۲ کورنۍ کېږي، د وري میاشتې له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په پنځو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د دغه وزارت معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۷۰۲ کسان چې ۱۳۹ کورنۍ کېږي، د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یاده موده کې د کندهار سپین بلدک له لارې ۲۸۶ کسان چې ۵۳ کورنۍ کېږي، په جبري ډول راستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور را وایستل شول او د جبري ایستلو دویمه لړۍ د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸مه بېرته پیل شوه او ټاکل شوې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.