پلعلم (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالۍ د کتبخېل لېسې بیارغونې چارې د خلکو په مالي مرسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځی د سیمې د خلکو له لوري د درېیو میاشتو په موده کې رغول شوی دی.
عرب زیاته کړه چې د دغه ښوونځي په رغېدو سره نږدې ۱۰۰۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
نوموړي دغه راز د لوګر پر ملي سوداګرو غږ وکړ چې د پوهنې بهیر پرمختګ لپاره خپلې مرستې ونه سپموي.
نوموړي د یاد ښوونځي د رغونې لګښت په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د کتبخېل د هلکانو ښوونځی د ۲۵ کسانو په مالي لګښت رغول شوی دی.
د یاد ښوونځي یوه زده کوونکي منصوراحمد پژواک ته وویل، له دې مخکې یې ښوونځی د تېرو جګړو او ورښتونو له امله تخریب شوی و او زدهکوونکي د درسونو پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بختیار وویل، خوښ دی چې د سیمې ښوونځی یې د خلکو په شخصي لګښت ورغول شو.
نوموړي وايي، پوهنې وزارت ته په کار ده هغه کسان وستايي چې د پوهنې له بهیر سره هر اړخیزه مرسته کوي.
باید وویل شي چې له دې مخکې هم د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د خلکو په شخصي لګښت د یو شمېر ښوونځیو بیارغونې چارې ترسره شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP