Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترکي ډاکټرانو یو ټیم د ماشومانو د یورولوژي پیچلو عملیاتو ترسره کولو لپاره کابل ته راغی

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ترکیې هېواد د ډاکټرانو یو ټیم افغانستان ته راغلی څو اتاترک د ماشومانو تخصصي او ملي روغتون کې د افغان ډاکټرانو په مرسته د ماشومانو د یورولوژۍ اختلاطي او پیچلي عملیات ترسره کړي.

دغه وزارت نن (پنج‌شنبه، د وري۳۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یادې موضوع د بیان ترڅنګ لیکلي، یاد عملیات په وړیا ډول ترسره کېږي.

سرچینې لیکلي، ترکي ډاکټران به د یادو عملیاتو ترسره کولو ترڅنګ دې برخه کې افغان ډاکټرانو ته روزنه هم ورکړي.

خو یاد وزارت د عملیاتو ترسره کولو د وخت او شمېر په اړه نور جزییات وړاندې نه‌کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.