ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران کې د نن چاودنې؛ امریکايي رسنۍ وايي، اسرائیل برید کړی خو ایراني رسنۍ یې ردوي

ایران کې د نن چاودنې؛ امریکايي رسنۍ وايي، اسرائیل برید کړی خو ایراني رسنۍ یې ردوي

author avatar
19 Apr 2024 - 13:46
ایران کې د نن چاودنې؛ امریکايي رسنۍ وايي، اسرائیل برید کړی خو ایراني رسنۍ یې ردوي
author avatar
19 Apr 2024 - 13:46

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۳): نن سهار ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړ چې اسراةیل پر ایران برید کړی خو ایراني رسنۍ بیا د برید خبرونه ردوي او زیاتوي چې د دغه هېواد هوایي دفاعي ځواکونو د اصفهان ښار په فضاء کې درې کوچني ډرون ویشتلي دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، ځینې امریکایي رسنۍ پر ایران د اسرةیل د برید په ادعاوو بوختې دي.

سرچینې زیاته کړې، نن سهار د ایران هوایي دفاعي ځواکونو د اصفهان په اسمان کې له نامعلومې نقطې د درېیو کوچنیو ډرون الوتکو ننوتلو مخه ونیوه او په هوا کې یې شنډې کړې.

یادې ایراني رسنۍ ویلي، په تبریز ښار کې هم چاودنه نه ده شوې او د دغه ښار هوایي دفاعي ځواکونو د یو مشکوک څيز په لیدلو ډزې کړې دي.

دغه راز د ایران فارس خبري اژانس هم د چاودنو غږونو له اورېدو وروسته خبر ورکړی چې د چاودنو یاد غږونه د دغه هېواد په تبریز ښار کې د توغندیو د دفاعي سیستم وو چې له یوه شکمن حالت وروسته فعال شوي او یو شمېر نورو سرچینو بیا ویلي چې په دغه ښار کې کومه چاودنه نه ده شوې.

خو بل لور ته بیا د امریکا اېن‌بي‌سي ټلوېزیون ته یوه امریکایي چارواکي تایید کړې چې اسرائیلو پر ایران برید کړی دی.

همدارنکه سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون هم د ایران فضایي ادارې د ویاند له قوله لیکلي: «د هېواد هوایي دفاع له خوا درې بې پیلوټه الوتکې په بریالیتوب سره ویشتل شوې، تر اوسه د توغندیو د برید راپور نشته.»

سي اېن اېن ته د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، که اسرائیل د ایران پر ضد نور پوځي اقدام وکړي نو ځواب به یې «سمدستي او په اعظمي کچه» وي.

هغه زیاته کړې: «که د اسرائیل رژیم یو ځل بیا لویه تېروتنه وکړي، زموږ غبرګون به پرېکنده، حتمي او د افسوس وړ وي.»

هغه یادونه کړې چې دغه خبرداری په تهران کې د سویس سفارت له لارې سپینې ماڼۍ ته هم رسول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل د روانې اپرېل میاشتې په لومړۍ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ایران د سپاه پاسداران اووه غړي ووژل شول.

خو له یاد برید وروسته د اپرېل په ۱۴مه ایران پر اسرائیل د شاوخوا ۳۰۰ ډرون، کروز او بالستیک توغنديو بریدونه وکړل.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.