لښکرګاه (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۳): هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د یوه کور اووه غړي مړه شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازدیګر په بغني او کجکي ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راغلي دي.
هغه زیاته کړه چې سېلاب په کجکي ولسوالۍ کې یو کور ویجاړ کړی او اووه کسان په کې مړه شوي دي.
هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو په خبره یې، امنیتي ځواکونه هڅه کوي سېلاب کې بند کسان وژغوري.
د یادونې ده، له تېرې یوې اونۍ راهیسي د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن