کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): ټاکل شوې چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن له کویټ سره ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، یاده لوبه د کابل پر وخت نن (شنبه، د غویي لومړۍ نېټه) ماسپښین یوهنیمه بجه پیلېږي.
یاده لوبه په داسې حال کې ترسر کېږي چې د هېواد فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه کې د ایران په وړاندې ۳ پر یو ماته وخوړه.
ټاکل شوې چې د هېواد فوټسال ملي لوبډله خپله راروانه لوبه راتلونکې اونۍ (د غويي ۳مه) له بحرین سره ترسره کړي.
د ویلو ده، اوسمهال د اسیایي جام سیالۍ د ټالینډ پلازمېنه بانکوک کې روانې دي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن