مهترلام (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې یې نږدې ۳۰۰ جریب کوکنار اړولي، خو کروندګر بیا له حکومته د بدیل کښتونو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو درېیو میاشتو کې د مرکز مهترلام په ګډون په الینګار، الیشنګ، دولتشاه او قرغیو ولسوالیو کې ۲۸۳ جریب کوکنار اړولي دي.
خو بل لور ته بیا هغه کروندګر چې تازه یې کوکنار اړول شوي، له حکومته د بدیل کښتونو برخه کې د همکاري غوښتنه کوي.
د مهترلام ښار اړوند د الیشنګ کلي اوسېدونکی فضلالرحمن وايي: «ما پهخپله خوښه خپل کرل شوي کوکنار له منځه یووړل، دولت دې راسره د بدیل معشیت برخه کې مرسته وکړي.»
دغه راز، د الینګار ولسوالۍ د سنګره سیمې اوسېدونکی احمد وایي، کوکنار یې اړول شوي، خو د بدیل کښتونو برخه کې ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.
هغه وايي: «پهخپله سیمه کې مناسبه اب و هوا لرو، دولت دې راسره د فارمونو جوړولو برخه کې همکاري وکړي.»
خو د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت مالي او اداري امر عبدالله عابد وايي، د بدیل معشیت لپاره یې دوه زره ۵۰۰ کروندګر د دغه ولایت کرنې ریاست ته ورپېژندلي چې په راتلونکي کې به ورسره مرستې ترسره شي.
د نوموړي په وینا چې د کوکنارو اړولو کمپاین یې لا هم دوام لري.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن