کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې کابل کې تر پنځو راتلونکو ورځو پورې د افغان ـ قزاق دوه ورځنی نندارتون جوړیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه نندارتون د کابل ښار حضوري چمن د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې د دوو ورځو لپاره جوړېږي.
سرچینې لیکلي چې په دغه نندارتون کې د افغانستان او قزاقستان بېلابېلو سکټورونو کې تولیداتو او محصولات نندارې ته اېښودل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP