کابل (پژواک، ۱ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په لومړي ځل د روزنک اوسپنې پټلۍ له سټېشنه ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه توکي صادر شول.
روزنک سټېشن د خواف- هرات درېیمې لیکې اوسپنې پټلۍ اړوند ده چې ۶۲ کیلومتره اوږدوالی لري.
یادې ادارې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده اندازه توکي تېره ورځ صادر شول.
سرچینې زیاته کړې، په پيل کې به د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي توکو د لېږد رالېږد کچه په ورځني ډول يو اورګاډۍ وي او د سوداګريزو توکو حجم ته په کتو به يې کچه په ورځني ډول دوو اورګاډو ته لوړه شي.
سرچینه زیاتوي، صادراتي توکو کې د تالک معدني ډبره شامله ده چې د ترکیې مرسينګ ښار ته صادره شوه.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې په لومړي ځل ياد صادرات ترسره کېږي.
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن