ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو درېیو ورځو کې د باران او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي

تېرو درېیو ورځو کې د باران او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي

author avatar
20 Apr 2024 - 16:50
تېرو درېیو ورځو کې د باران او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي
ارشیف
author avatar
20 Apr 2024 - 16:50

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راتلو له امله ۲۹ کسان مړه، اووه نور ټپیان او ۷۲ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق نن رسنیو ته په لېږلي ویډیويي کلیپ کې ويلي چې له پېښو سره د مبارزې ریاستونو د لومړنیو معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال د تېرې وري میاشتې له ۲۹مې تر اوسه په غزني، پکتیا، جوزجان، غور، فراه، نیمروز، سمنګان، پروان، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۹ کسان مړه او اووه نور ټپیان دي.

هغه وايي، د دغو سېلابونو له امله ۷۲ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او دغه راز ۲۵۲۵ جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه وزارت له ملي او نړۍوالو موسسو سره په همکارۍ په تېره یوه میاشت کې پر ۲۵۳۹۸ کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او  نغدي مرستې وېشلې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند دغه راز وویل، د وروستیو بارانونو له امله به په افغانستان کې د کروندګرو حاصلات زیات، د ځمکې لاندې اوبو کچه به لوړه او د کرنې برخه به هم وده وکړي.

هغه له ټولو، په ځانګړې توګه له هغو خلکو چې د سیندونو په مسیر کې یې کورونه جوړ کړي وغوښتل څو خوندي سیمو ته خپل کورونه انتقال کړي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.