کندهار (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کندهار ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو، سېلابونو او توپاني بادونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو، ږلۍ، سېلابونو او توپاني بادونو د خلکو نږدې ۷۰۰۰ سولري تختې ماتې کړې او په ډېره اندازه شنه فصلونه یې زیانمن کړي دي.
هغه وویل، تر ټول ډېر مالي زیان په کوز میوند ولسوالۍ کې کروندګرو ته اوښتی دی.
نوموړي زیاته کړه: «د کندهار په نورو ولسوالیو کې هم زیان اوښتی، شمسیاني ماتې شوې، کروندې له منځه تللې، خو تر ټولو ډېر زیان په کښته میوند کې اوښتی دی، هلته ۶۷۲۴ شمسیاني ماتې شوې او ډېر کښتونه هم له منځه تللي.»
هغه دقیق ارقام وړاندې نه کړل، خو زیاته یې کړه چې خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
ورته مهال، د یادې ولسوالي اوسېدونکی محمدشریف وایي، په دې ولسوالي کې یوازې د سولري تختو ماتېدو له امله خلکو ۱۸ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
نوموړي وویل: «زموږ په ولسوالي کې زرګونه هینداري ماتې شوې، دقیق معلومات خو یې نشته، خو دا چې موږ کوم حساب ورته کړی، یوازې د هیندارو تاوان تر اتلس میلیون افغانیو رسېږي.»
د دې ولسوالۍ یو بزګر محمدالله هم وایي، پالېزونه، غنم او نور کرنیز توکي یې له منځه تللي دي.
هغه وویل: «یو خو د هیندارو تاوانانو دي، بل ټول کښت مو له منځه ولاړی، غنم، پالېزونه هر څه مو خراب شول، د ټول کال خواري مو ولاړه.»
دوی غوښتنه کوي چې حکومت او مرستهکوونکې ادارې باید مرستې ورسره وکړي.
یو بل کروندګر سیدالله وایي: «زموږ خو هر څه خراب شول، نو اوس چې هیندارې رانیسو یا ځمکې بیا کرنې ته جوړوو، ډېره خواري او پيسې غواړي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې یا دولت یا موسسات کومک راسره وکړي چې موږ دا خپلې ځمکې سمي کړو.»
ورته مهال، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، هڅه کوي له زیانمنو کروندګرو سره مرستې وکړي.
د یاد ریاست ویاند ننګالي سمون پژواک خبري اژانس ته وویل، د زیانونو په اړه به بشپړه سروې کوي او بیا به هڅه وکړي چې له زیانمن شوو کروندګرو سره د موسسو په همکارۍ مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه: «زیانونه ډېر رسېدلي، د خلکو خبرې پر ځای دي، نو موږ هڅه کوو چې ټول زیان په دقیق ډول سروې کړو او له هغه وروسته به له موسسو وغواړو چې له دوی سره کومک وکړي.»
کندهار کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د کرنیزو ځمکو او سولري تختو د زیان ترڅنګ زیات شمېر څاروي هم تلف شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP