ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکزي افریقا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۵۰ کسان مړه شوي

مرکزي افریقا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۵۰ کسان مړه شوي

author avatar
21 Apr 2024 - 11:08
مرکزي افریقا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۵۰ کسان مړه شوي
author avatar
21 Apr 2024 - 11:08

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د مرکزي افریقا په پلازمېنه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۵۰ کسان مړه شوي دي.

رویټرز خبرې اژانس تېره شپه خبر ورکړې چې د مرکزي افریقا جمهوریت په پلازمېنې بانګوی کې شاوخوا ۵۰ کسان په سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د یاد هېواد د ساتنې ادارې مشر توماس ډجیماس ویلي، دوی له پېښې څخه ۴۰ دقیقې وروسته خبر شول او ژغورونکي وتوانېدل چې شاوخوا ۵۰ جسدونه راوباسي.

هغه ویلي، د مپوکو په سیند کې د احتمالي نورو ډوب شوو کسانو پسې لټون دوام لري.

سرچینې زیاته کړې، دغه پېښه د جمعې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې یاد کسان یوه کلي ته د جنازې لپاره روان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وري میاشتې په ۲مه هم د سوېلي افریقا په یو هېواد موزمبیق کې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۹۱ کسان مړه شوي وو.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.