غزنيښار (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): د غزني امنیتي مسولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل چې نن سهار د څلورمې امنیتې حوزې اړوند د کابل – کندهار پر لویه د کچ کلا په سیمه کې یوه باروړونکي موټر او یوه موټرسایکل ټکر کړی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې درې کسان ټپيان شوي دي.
دغه راز هغه وویل چې د غزني د دویمې امنیتي حوزوې اړوند د خواجه علي په سیمه کې هم یوه موټرسایکل له یوه مازدا موټر سره ټکر کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه موټرسایکل سپاره ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د یادو پېښو ټپیان د درملنې په موخه د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
هغه د یادو پېښو لامل د چلوونکو بېاحتیاطي په ګوته کړه.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن