Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران ولسمشر سبا پاکستان ته ځي

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): سبا د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له رییسي سره به په دغه سفر کې د هغه مېرمن، د بهرنیو چارو وزیر، د کابینې نور غړي او د سوداګرو پلاوی مل وي.

د ایران ولسمشر به په دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر اصف‌علی زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د دواړو مجلسینو له رییسانو سره وویني.

د دغه وزارت په خبره، دواړه لوري به د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو لکه سوداګري، انرژي او کرنې په اړه خبرې اترې وکړي.

یاده خبرپاڼه کې راغلي: «هغوی به دغه‌راز په سیمه او نړۍ کې د بدلونونو او د ترهګرۍ ګډو ګواښونو پر ړواندې د مبارزې لپاره پر دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ۱۰ ورځې مخکې هم د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.