کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): د عامې روغتیا سرپرست وزیر په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د اذربایجان هېواد د ونډې او نورو بېلابېلو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام ممدوف سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د روغتیا برخه کې پر ګډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د اذربایجان هېواد د ونډې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې وشوې.
عباد د افغانستان او اذربایجان ترمنځ اړیکې اړینې وبللې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتونکی شو.
هغه ویلي: «د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو ده او په همدې موخه له بېلابېلو لارو په هڅه کې یو څو د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو.»
د اذربایجان سفیر په دغه لیدنه کې روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې هڅه کوي د روغتیا برخه کې له افغانستان سره دومداره مرسته او همکاري وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن