ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت د دغه ولایت د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي

د بامیان په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت د دغه ولایت د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي

author avatar
21 Apr 2024 - 18:19
د بامیان په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت د دغه ولایت د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي
author avatar
21 Apr 2024 - 18:19

بامیان (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د درملو کمښت له امله اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې له حکومته د پاملرنې غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا وايي، د یادې ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.

د بامیان د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکي علی‌جان پژواک خبري اژانس ته وویل: «ناروغان د سختو ستونزو په ګاللو سره د دې ولسوالۍ روغتون ته ځان رسوي، خو له بده مرغه په دغه روغتیايي مرکز کې کافي درمل نشته او ډېری ناروغانو ته د درملو پېرلو لپاره له روغتیايي مرکزه بهر نسخه ورکول کېږي.»

د هغه په وینا، ناروغان ساعتونه مزل کوي څو په یاد مرکز کې یې درملنه وشي، خو د درملو کمښت مراجعین له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه څرګنده کړه، د یادې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د درملو کمښت، د روغتیايي مرکزونو لرېوالي او د خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله اندېښنه څرګندوي.

نوموړي له مسوولینو وغوښتل څو دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، او روغتیايي مرکزونو کې د اړتیا وړ درمل چمتو کړي.

د ورس ولسوالۍ اوسېدونکي نجف‌علي وویل چې ورس یوه لري پرته، د سختو لارو او ډېر نفوس لرونکي ولسوالي ده خو د دې ولسوالۍ ډېری خلک روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، د دې ولسوالۍ په «شیوقول» سیمه کې یوازې یو زره او ۳۰۰ کورنۍ ژوند کوي چې د دې سیمې د ځینو کلي اوسېدونکي باید له څلور ساعتونو ډېر مزل وکړي څو کلینیک ته ورسیږي.

هغه څرګنده کړه، د روغتیايي مرکزونو لیروالی په ځانګړي توګه د ژمي په موسم کې خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي یو شمېر ناروغان د درملو د کمښت او د خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله د ولسوالۍ مرکز او یا ولایتي روغتون ته مراجعه کوي.

د درملو کمښت ستونزه یوازې د ولسوالیو په مرکزونو کې نه ده، بلکې د بامیان په ولایتي روغتون کې یې هم ناروغان له ستونزو سره مخ کړي دي.

د یاد ولایت د مرکز اړوند د «شیبر تو» سیمې اوسېدونکی حسن‌علي چې د درملنې په موخه یې ولایتي روغتون ته مراجعه کړي، په دې اړه وايي: «کله چې مې ولایتي روغتون ته مراجعه وکړه، څلور ساعته په تمه وم څو اړوند ډاکټر ته ورسېدم، خو هغه له کومې معاینې او تشخیص پرته د څو سوالونو په پوښتلو زه رخصت کړم.»

ورته مهال، هغه په یاد روغتیايي مرکز کې د درملو له کمښته شکایت وکړ او زیاته یې کړه، له روغتون څخه یې هیڅ ډول درمل نه دي ترلاسه کړي او کوم ډاکټر ته یې چې مراجعه کړې وه د یوې نسخې په لیکلو سره یې هغه له روغتونه بهر ته لېږلی دی.

د هغه په وینا، ځايي اوسېدونکي له لرې او نږدې ځایونو دغه مرکز ته چې دولتي دی، مراجعه کوي څو په وړیا توګه یې درملنه وشي، خو د درملو کمښت او د خدمتونو ټیټ کیفیت د سیمې اوسېدونکي له ستونزې سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه، خلک ډېری د خراب اقتصادي وضعیت له امله دولتي روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي؛ ځکه له شخصي درملتونونو د درملو پېرلو وس نه‌لري.

هغه له اړوندو بنسټونو او روغتیايي مسوولینو وغوښتل څو په روغتیايي مرکزونو کې کافي درمل چمتو کړي او د خلکو ستونزو ته دې رسېدنه وشي څو په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې زمینه لا ډېره برابره شي.

خو د دغه ولایت د عامې روغتیا مسوولین په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت ستونزې د تایید ترڅنګ وايي چې د دې ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي او دا له ستونزه اړوندو ادارو سره شریکه شوې ده.

د بامیان د عامې روغتیا رییس ډاکټر جعفر ذکي د پژوک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل، د دغه ولایت په کچه ۷۴ روغتیايي مرکزونه شته چې ډېری یې د درملو کمښت له ستونزې سره مخ دي.

هغه څرګنده کړه چې د دغه ولایت په کچه د یونیسف دفتر د درملو برابرولو مسوولیت لري چې په ځینو مواردو کې درمل پر وخت روغتیايي مرکزونو ته نه رسېږي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې د نفوس ډېروالی، د روغتیايي مرکزونو کمښت، سختې لارې، د ساحې پراختیا په ځانګړي توګه د نفوس تیت او پرک والی هغه نور لاملونه دي چې روغتیايي مرکزونه یې د درملو له کمښت سره مخ کړي دي.

د بامیان د عامې روغتیا رییس څرګنده کړه چې د درملو کمښت په اړه د خلکو اندېښنې له مرکز او د یونیسف له مسوولینو سره شریکې شوې څو په روان کال کې لازم اقدامات وشي او د دې ستونزې د حل په موخه هڅه وکړي.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.