جلالاباد، پلعلم (پژواک، ۲ غويی ۱۴۰۳): په ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي او په لوګر کې د یوه ماشوم مړی موندل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر صديقالله قريشي بدلون د غويي په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازيګر د حصارک ولسوالۍ ناور کلي کې د نارنجک زړې مرمۍ چاودنه کړې ده.
هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې ۲ ماشومان (يو هلک او يوه نجلۍ) ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وينا، امنیتي منسوبین ساحې ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې د ولسوالۍ روغتون کې له لومړنۍ درملنې وروسته د جلالاباد حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.
د سيمې یوه اوسېدونکي شکرخان پژواک ته وويل، ماشومانو په دغه سرګلوله باندې لوبې کولې چې چاودنه يې پرې کړې ده.
تر دې وړاندې هم يادې ولسوالۍ کې د ورته چاودنو له امله ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه راز، د یو بل خبر له مخې، لوګر کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله وویل، تېره ورځ د برهکيبرک ولسوالۍ په سپینې کلا سیمه کې د یوه ماشوم مړی موندل شوی دی.
هغه وايي چې دغه ماشوم نصرتالله د نعمتالله زوی او د میدانوردګ ولایت چک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې د روژې په ۲۲مه نېټه له خپل کور څخه نادرکه شوی و.
هغه زیاته کړه، د دغه ماشوم مړی امنیتي ځواکونو د لوګر له سیند څخه په داسې حال کې موندلی چې سېلابونو د میدانوردګو له سیداباد ولسوالۍ څخه لوګر ته راوړی و.
د دغه ماشوم د کورنۍ غړي وایي چې یاد ماشوم شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې له خپل کور څخه نادرکه شوی و او یو څه رواني ستونزې یې هم لرلې.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن