ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عباد: راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره پوره چمتووالی لرو

عباد: راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره پوره چمتووالی لرو

author avatar
22 Apr 2024 - 18:24
عباد: راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره پوره چمتووالی لرو
author avatar
22 Apr 2024 - 18:24

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په لیدنه کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیا په برخه کې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د یادې نړۍوالې ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له استازي لیونارد زولو او مل پلاوي سره ولیدل.

عباد په دې ناسته کې ویلي چې عامې روغتیا وزارت راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا برخه کې پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې یې له یادې ادارې د همکارۍ غوښتنه کې ده.

عامې روغتیا وزارت لیکلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسئولینو په یاده ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ، راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي پاملرنې او نوو روغتیایي مرکزونو ایجاد په اړه خبرې اترې وکړې.

د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور را ایستل شوي او د جبري ایستلو دویمه لړۍ د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸مه پیل شوه او ټاکل شوې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده وایستل شي.

 

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.