Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

محمدعلي سیف: د قانوني افغانانو ایستل به د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې کړي
ارشیف

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): خیبرپښتونخوا کې د حکومت ویاند وایي، پاکستان کې په قانوني توګه د مېشتو افغانانو ایستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ډان نیوز تېره شپه د خیبرپښتونخوا د حکومت ویاند محمدعلي سیف له قوله لیکلي، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري او د دغو اسنادو پر اساس پاکستان کې اوسېږي، باید نه وځورول شي او نه وایستل شي.

نوموړي زیاته کړې چې دا ډول اقدامات به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

هغه ټینګار کړی، که په قانوني توګه د مېشتو افغانان پر ضد کوم ګام پورته شي نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ به کرکه، ناسم پوهاوی او بې‌اعتمادي رامنځته شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په خیبرپښتونخوا کې د دوی احصایې ښیي چې په دغه صوبه کې ۳۵۹ زره افغانان په قانوني توګه اوسېږي.

د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور وایستل شول او د جبري ایستلو دویمه لړۍ د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸مه بېرته پیل شوه او ټاکل شوې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.