فیضاباد (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په «شهر بزرګ» ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله یو ۱۵ کلن ځوان مړ شوی دی.
د بدخشان د پولیسو ویاند احسانالله کامګار پژواک ته وویل، یاده پېښه تېره شپه د دغه ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ د کاتک پایان کلي په مربوطاتو کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ځوان بدن د تندر پرېوتو له امله سوځیدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو ورځو راهیسې په بدخشان کې سخت ورښتونه کېږي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن