ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له بحرین سره لوبه کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له بحرین سره لوبه کوي

author avatar
22 Apr 2024 - 09:33
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له بحرین سره لوبه کوي
author avatar
22 Apr 2024 - 09:33

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله درېيمه لوبه له بحرین سره کوي.

د فوټسال اسیا جام سیالۍ په ټایلنډ کې روانې دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې له بحرین سره لوبه ترسره کوي.

دغه راز، افغانستان په دغو سیالیو کې له ایران، کویټ او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې افغانستان له دې مخکې ایران ته لوبه بایللې او کویټ سره یې بیا لوبه مساوي کړې ده.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.