ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ابراهیم رییسي اسلام‌اباد ته ورسېد

ابراهیم رییسي اسلام‌اباد ته ورسېد

author avatar
22 Apr 2024 - 14:07
ابراهیم رییسي اسلام‌اباد ته ورسېد
author avatar
22 Apr 2024 - 14:07

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي د یوه لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ورسېد.

مهر خبري اژانس نن (دوشنبې) راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي د یوه لوپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته رسېدلی او ټاکل شوې څو د پاکستان لومړی وزیر محمدشهباز شریف په خپله ماڼۍ کې له رییسي هرکلی وکړي.

په راپور کې راغلي، دغه دوه ورځنی سفر چې له پاکستاني چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او سیمه‌ییزو مشورو په اړه د دوه اړخیزو خبرو په موخه ترسره کېږي، د ایران د کورنیو، دفاع او بهرنیو چارو، کور جوړولو، صنعت، فرهنګ، اسلامي ارشاد او روغتیا وزیران د رییسي ملتیا کوي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادو د اړوندو وزیرانو ترمنځ په سوداګریزو، روغتیايي، اقتصادي، امنیتي، قضايي او کرنې برخو کې ځیني تړونونه هم لاس‌لیک شي.

ابراهیم رییسي به د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر اصف‌علي زرداري سره هم وګوري.

د راپورونو پر بنسټ، پاکستان ته د ابراهیم رییسي له سفر سره هم‌مهاله به د دواړو هېوادونو د دوستۍ او ګاونډيتوب د نښې په توګه په اسلام‌اباد ښار کې یو سړک هم د «ایران» په نوم ونومول شي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۰ ورځې مخکې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې هم کړې وې.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.