فیضاباد، مهترلام (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي چې په بدخشان او لغمان ولایت کې د باران او سېلابونو راتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
په بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست امر محمد کامګار وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې سېلابونو د ۱۵۰ جریب کرنیزې ځمکې ویجاړولو ترڅنګ ۲۰ د کورونه، ۶ دوکانونه او درې موټر له ځان سره وړي دي.
هغه زیاته کړه، دا لومړنۍ شمېرې دي، نن سهار په بدخشان کې طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د رییس مولوي محمداکرم په مشرۍ د موسسو یو پلاوی د کره شمېرو معلومولو لپاره یفتل پایان ولسوالۍ ته استول شوی دی.
هغه زیاتوي چې په دې سربېره د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې هم د باران او سېلابونو له امله څلور کورونه په بشپړ او قسمي او لسګونه جریب کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ شوي او له پرون ماښام راهیسې د فیضاباد – بهارک لویه لار د فیضاباد ښار په ترګني او د فیضاباد – کشم لویه لار د کشم ولسوالۍ په کټه سیمه کې په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې او ټولګټو چارو ریاستونو بیړنی اقدام کړی او لاره یې د تګراتګ پر مخ پرانیستې ده.
دغه راز هغه زیاته کړه چې سېلابونو د یاد ولایت د راغستان ولسوالۍ په لیاخم کلي کې هم شاوخوا لس جریب کرنیزه ځمکه او د خلکو باغونه ویجاړ کړي دي.
په همدې حال کې، د یفتل پایان ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی ايمل وايي چې سېلابونو د دې ولسوالۍ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي چې ځینو زیان لیدونکو کورنیو د خپلوانو کورونو ته پناه وروړې ده.
بلخوا، لغمان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي وايي له تېرو اوو ورځو راهیسې د سختو باران او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
هغه زیاته کړه چې د ورښت او سېلاب له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي، درې جوماتونه، ۸۰ متره استنادي دېوال، ۵۰ سولي تختې له منځه تللي او ۲۲۰ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ او ۳۳۰ جریب کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړې ده.
هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو وغوښتل څو له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن