Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

ایبک (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): سمنګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صوفي کلا لویې لارې مربوطاتو کې یو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوی دی.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر مهال یو ماشوم د ایبک ښار له مربوطاتو تښتول شوی و.

نوموړي زیاته کړه چې پولیس وتوانېدل د نیم ساعت په جریان کې ماشوم له تښتوونکو وژغوري او بېرته یې کورنۍ ته وسپاري.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند په خبره، د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او موضوع د پولیسو تر جدي څېړنې لاندې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.