Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د نهو ولايتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

ګردېز (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، د پکتيا ولايت احمدخېلو ولسوالۍ کې د نهو ولايتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د پکتيا د سپورټ رييس نورالرحمن تسکين پژواک خبري اژانس وويل چې يادې سيالۍ د کابل، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتيکا، غزني، لغمان او ميدان‌وردګو ولايتونو د لوبډلو ترمنځ د يووالي په پار پيل شوې دي.

هغه وویل: «په احمدخېلو ولسوالۍ کې د يادو لوبو ترسره کولو څخه يو هدف دا هم و چې د لرې پرتو سيمو ځوانان لوبو ته وهڅول شي او نوي لوبغاړي په کې را مخې ته شي.»

هغه زیاته کړه چې يادې لوبې به شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړي او ګټونکي لوبډلې ته به يو کرولا ډوله موټر ورکول کېږي.

يوه لوبغاړي عبدالهادي راشد وویل، که څه هم په ولسواليو کې لوبو ته د ځوانانو لېوالتيا ډېره شوې خو د معياري لوبغالي او نورو امکاناتو کمښت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.