ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا چارواکي مالیزیايي پلاوي ته: افغانستان متوازن او اقتصادمحوره بهرنی سیاست تعقیبوي

د ا.ا چارواکي مالیزیايي پلاوي ته: افغانستان متوازن او اقتصادمحوره بهرنی سیاست تعقیبوي

author avatar
24 Apr 2024 - 12:09
د ا.ا چارواکي مالیزیايي پلاوي ته: افغانستان متوازن او اقتصادمحوره بهرنی سیاست تعقیبوي
author avatar
24 Apr 2024 - 12:09

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو او د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرانو او مالیزیايي پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې له یاد پلاوي سره ولیدل.

په یاد پلاوي کې د مالیزیا بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازي، د لومړي وزیر د دفتر سلاکاران او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي، متقي په یاده لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته ډیپلوماتیکې، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکې د لا پراختیا په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو، په ځانګړي ډول د هرات وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې د مرستو له امله مننه وکړه.

متقي زیاته کړه: «افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه شته، افغان حکومت په سیاسي او اقتصادي برخو کې متوازن او اقتصادمحوره بهرنی سیاست تعقیبوي، له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي، دغه راز له ګاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي، افغانستان لېوال دی چې د سوېل‌ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او ویې ویل چې دوی د مالیزیا له حکومته غواړي چې د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره چې اوس په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زده‌کړو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

مالیزیايي پلاوي ویلي چې افغانستان کې یې سیاسي وضعیت مثبت ارزولی او له افغان حکومته یې غوښتي چې له مالیزیا سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.

پلاوي تمه ښودلې چې په نږدې وخت کې به یې د هېواد یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

یاد پلاوي زیاته کړې، مالیزیا هوډ لري چې د افغان ډیپلوماټانو، معلوماتي ټکنالوجۍ او ملکي خدمتونو کارکوونکو لپاره لنډمهاله روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي.

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم له یاد پلاوي سره ليدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سوداګرۍ د توازن، د غالیو، پنبې او کانونو په ګډون د افغاني محصولاتو لپاره د بازار پیدا کولو په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د سیمې هېوادونو پانګونې پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

نوموړي له مالیزیايي پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.