ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او هلمند کې درې کسان سیندونو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

ننګرهار او هلمند کې درې کسان سیندونو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۳): ځایي مسوولین وايي، د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یو کس او د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو دوه کسان سیندونو کې د ډوبېدو له امله مړ شوي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې يو ماشوم د کابل سیند کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.

هغه زياته کړه، د ماشوم جسد د ولسوالۍ امنیتي منسوبینو له لوري له اوبو را ایستل شوی، خو تر اوسه یې کورنۍ نه ده موندل شوې.

نوموړي دغه راز وویل چې د بټي‌کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې هم یو کس د کابل سیند اوبو وړی او جسد يې په لعلپورې ولسوالۍ کې د ځايي خلکو او امنیتي منسوبینو له لوري موندل شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

دغه راز، د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې  تېره ورځ د نهرسراج ولسوالۍ خوشکابې سیمې مربوطاتو کې درې کسان د ارغنداب سیند اوبو کې ډوب شوي وو.

هغه زیاته کړه چې د یادو کسانو له ډلې دوه کسان د سیمې د خلکو له خوا ژغورل شوي او یو کس مړ شوی چې جسد یې له موندلو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.