کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وایي چې د کابل – جلالاباد پر لویه لار یوه ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د سروبي ولسوالۍ اړوند سیمه کې یوه کرولا موټر له غره سره ټکر کړی.
هغه وویل چې په دې پېښه پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
ده زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو کس ټپی شوی چې د ښې درملنې په موخه د سروبي له روغتونه کابل ته لېږدول شوی دی.
Views: 184
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن