ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک خبري اژانس شل کلن شو

پژواک خبري اژانس شل کلن شو

author avatar
25 Apr 2024 - 16:49
پژواک خبري اژانس شل کلن شو
author avatar
25 Apr 2024 - 16:49

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۳): له خبریالانو د ملاتړ ځیني بنسټونه د پژواک خبري اژانس شل کلن مسلکي مزل ستایي او د دغه اژانس مینه‌وال وایي چې پژواک د خلکو د غږ اوچتولو باوري ادرس دی.

پژواک خبري اژانس د ۱۳۸۲ لمریز کال د غویي میاشتې په پنځمه فعالیت پيل کړی؛ د دغه خبري اژانس مرکزي دفتر په کابل کې دى او د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د خبريالانو پراخه شبکه لري.

د پژواک شلمه کالیزه نن په کابل کې د دغه اژانس په مرکزي دفتر کې ونمانځل شوه.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د پژواک له مینه‌والو مننه کوي چې له خپل اژانس (پژواک) څخه ملاتړ کوي.

هغه وایي، دغه اژانس د همدغه ملاتړ په پایله کې وکولای شول خپل شل کلن مزل په بریالیتوب ترسره کړي.

کړوخېل وایي: «موږ له خپلو خلکو سره یو ځل بیا ژمنه کوو چې د پېښو او خپل هېواد رښتینی انځور به وړاندې کوو او د خپلو ځورېدلو خلکو غږ به په پوره امانتدارۍ تر چارواکو او نړۍوالو رسوو.»

د دغه اژانس مسوول مدیر عبدالقدیر منصف د شلمې کالیزې په مناسبت جوړ شوو مراسمو کې وویل چې پژواک خپل شل کلن کاري مزل په پوره مسلکیتوب وهلی او خپلو دیني او فرهنګي ارزښتونو، ملي ګټو او د ژورنالېزم اصولو ته ژمن اژانس دی.

هغه د پژواک له کارکوونکو وغوښتل چې په دې لاره کې خپل هوډ نور هم پیاوړی کړي، یادو ارزښتونو او اصولو ته په پام او په پوره دقت، بې‌‌پریتوب او امانت‌دارۍ سره حقایق تر خلکو او د خلکو غږ تر حکومت او چارواکو ورسوي.

له خبریالانو د ملاتړ بنسټونه د پژواک مسلکیتوب ستایي

د ازادو ژورنالېستانو اتحادیې مشر حجت‌الله مجددي وایي چې پژواک په شل کلن مزل کې خپلې چارې په بې‌طرفۍ، توازن او د ژورنالېزم ټولو اصولو په مراعاتو سره پر مخ وړې دي.

هغه وویل، په دې موده کې ځینې لوړې او ژورې هم راغلې، خو د پژواک رهبرۍ او ژمنو خبریالانو د هيڅ لوري فشار نه دی منلی او خپل کار ته یې په مسلکي ډول دوام ورکړی دی.

دی وایي، پژواک تل د خلکو غږ په ډېره امانتدارۍ تر حکومته او د حکومت کړنې یې تر خلکو رسولي دي.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم ویاړ د پژواک شلمې کالیزې په مناسبت وایي، دا یو حقیقت دی چې پژواک لومړنی او یوازېنی خصوصي اژانس و چې په ډېره معیاري او مسلکي توګه یې خپل کارونه پيل کړل او د هېواد له بېلابېلو سیمو یې د خبرونو پوښښ لپاره ملا وتړله.

هغه وویل: «د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې ویلي شو چې پژواک خبري اژانس یوازېنی خصوصي خبري اژانس شو چې ویې کولی شول د یوه واقعي اژانس په توګه او هغه څه ته چې خلکو اړتیا درلوده، د افغانستان ټولنې ورته اړتیا درلوده، کار وکړي او خپل دغه مسلکي کار ته تر نن پورې دوام ورکړي.»

ده ټولو هېوادوالو ته د دغه اژانس د شلمې کالیزې مبارکي وویله.

د پژواک مینه‌وال: پژواک د خلکو د غږ پورته کولو باوري ادرس دی

د پژواک مینه‌والو د دغه اژانس د شلمې کالیزې په مناسبت خپاره شوي پوسټ بېلابېلې تبصرې کړې دي.

محمدنسیم شاکر لیکلي: «پژواک د افغانستان یو غوره معیاري او مسلکي خبري اژانس دی؛ پژواک د افغانانو د غږ اوچتولو یوازېنۍ بې‌طرفه رسنۍ ده، له همکارانو او هغو خبریالانو یې د زړه له تله مننه کوم چې د ولس غږ ته یې لومړیتوب ورکړی او د ملي ګټو په خاطر یې زورواکي، غصبګر او ټول لوړ پوړي یا ټیټ پوړي چارواکي رسوا او غیرانساني کړنې یې ور رسنیزي کړې دي. د پژواک بیرغ دې تل هسک وي.»

همت‌الله مهمند لیکلي: «مبارک مبارک، په افغانستان کې یو باوري ادرس چې تر ډېره په څېړنیزه برخه کې کار کوي، دا نوم دې تل هسک وي.»

سرور خیري لیکلي: «زه په خپل وار د پژواک اژانس کورنۍ ته، د شل کلن مزل مبارکي وایم، پژواک اژانس د افغانستان په رسنیز ډګر کې شل کاله مخکې یو مطبوعاتي انقلاب رامنځته کړ او ویې کولای شول چې په پوره بې‌طرفۍ او د ژورناليزم اصولو په رڼا کې خبر رسونه وکړي؛ پژواک خبري اژانس ته لا بریاوې غواړم.»

د یادو کسانو ترڅنګ سلګونو نورو کسانو هم د پژواک د شل کلن کېدو په مناسبت مبارکۍ ویلې او د پژواک کړنې یې ستایلې دي.

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.