Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د افغانستان او قزاقستان د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د افغان – قزاق نندارتون پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۳): د افغان - قزاق د نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو وویل چې په هېواد کې تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ لپاره فرصت برابر شوی او هېوادونه یې افغانستان کې سوداګرۍ ته راوبلل.

د افغان- قزاق نندارتون نن (پنجشنبه، د غويي ۶مه) په کابل کې د اسلامي امارت او قزاقستان د چارواکو په ګډون پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د افغانستان او قزاقستان کورني محصولات او تولیدات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي چې د دوو ورځو لپاره به دوام ومومي.

د سرپرست حکومت چارواکو په دې غونډه کې وویل چې د دغه نندارتون جوړېدل به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه نندارتون په پرانیست‌غونډه کې وویل چې د داسې نندارتونونو جوړول د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړوي.

هغه دې ته په اشارې چې هېواد کې له بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ فرصت برابر شوی، له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې افغانستان کې د سوداګرۍ برخه کې له شته فرصتونو ګټه واخلي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دغه مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست پایله کې اوس افغانستان د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لري.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دغه مراسمو کې پر افغانستان د امریکا له لوري وضع شوي بانکي بندیزونه یو غچ‌اخیستونکی او ظالمانه عمل یاد کړ.

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یادو مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت اړیکي د نړۍ له هېوادونو سره د پراخېدو په حال کې دي او افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د پرمختګ ترڅنګ د صنعت او سوداګرۍ په ډګرونو کې هم د پرمختګ په حال کې دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یادې ناستې په ترڅ کې وویل، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کڅه لوړه شوې او دغه‌راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د خصوصي او بانکي سکټورونو اړیکو هم وده کړې ده.

هغه وویل، د دغه ډول نندارتونونو جوړېدو د سوداګرۍ په اندازې او په ځانګړې توګه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د صادراتي محصولاتو په تنوع او صادارتو کې د پام وړ بدلون رامنځته کړی دی.

یو شمېر غرفه‌لرونکي هم د دغه ډول نندارتونونو جوړول د داخلي تولیداتو بازارموندنې او د صادراتو پراختیا یوه لاره ګڼي.

ثانیا محمدي او فرشته حسن‌زاده چې خپل تولیدات یې دې نندارتون ته راوړي، وايي، دا ډول نندارتونونه یې د کاروبار د پرمختګ لامل کېږي.

هغوی له حکومته غواړي چې په دوامداره توګه دا ډول نندارتونونه جوړ کړي څو مېرمنې په‌کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، پرون (چهارشنبه) «د افغان او قزاق نندارتون ترسره کولو، سوداګریز تواصل کنفرانس او د دوه اړخیزو اړیکو د تحکیم او تواصل» لپاره د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ له قزاقستان څخه یو پلاوی کابل ته راغی.

دا په داسې حال کې ده چې د «افغان – عراق» نندارتون تېر کال د قزاقستان د په استانې ښار کې جوړ شوی و.

د افغانستان د نړۍوال نندارتون د مرکز د شمېرو له مخې، په تېر کال کې له قطر، عمان، ايران، ترکيې، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو سره د افغاني محصولاتو شاوخوا لس ګډ نندارتونونه جوړ شوي او نږدې راتلونکي کې به ایران او ازبکستان هېوادونو کې هم ګډ نندارتونونه جوړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.