میمنه (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۳): فارياب کې سيمهييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې يو ډاکتر د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د ګرزيوان ولسوال مولوي حميدالله دانش پژواک خبري اژانس ته وويل، د داخله ناروغیو یو ډاکټر احمدضیا چې د دغه ولایت د ګرزيوان ولسوالۍ د ګاوکي کلي اوسېدونکی و، د پنجشنبې په شپه په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا په چړو وژل شوی دی.
دانش زیاته کړه چې تر اوسه د دغه قتل انګېزه نه ده څرګنده شوې، خو د پېښې ځای د کشفي او امنیتی ارګانونو له لوري څېړل شوی او د پېښې په تړاو د وژل شوي ډاکټر ښځه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې ده.
هغه دغهراز وویل چې د اړوندو ارګانونو د راپور له مخې، دغه ډاکټر په کوټه کې دننه وژل شوی او وروسته یې مړی د هغه د ښځې په همکارۍ د کور په انګړ کې غورځول شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن