Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یوه کس ځان‌وژنه کړې

غزني ښار ( پژواک، ۷ غویي ۱۴۰۳): غزني کې امنیتي سرچینې وایې، د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ کې یوه کس ځان‌وژنه کړې ده.

د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ څخه پژواک خبري آژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عبدالمنان په نوم یو ۵۰ کلن سړي نن سهار د اجرستان ولسوالۍ په لنګرخېلو کلي کې ځان‌وژنه کړې.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې امنیتي ځواکونه د پېښي ځای ته پر وخت رسېدلي او پلټني یې پیل کړې دي.

سرچینې د پېښې کره لامل نه دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې عبدالمنان ښايي د رواني ناروغۍ له امله ځان‌وژنه کړې وي؛ ځکه ډېری دغه ډول پېښې له همدې امله رامنځته کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.