Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قزاقستان: افغانستان دا مهال د سیمې په کچه یو امن هېواد دی، نړۍ غواړي له ا.ا سره اړیکې جوړې کړي

کابل (پژواک،۷غویی ۱۴۰۳): د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې ویلي، دوی د اسلامي امارت لاسته راوړنې څاري او قزاقي سوداګر او پانګه‌وال لېواله دي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

‎ د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، دې لیدنه کې چې کابل کې د قزاقستان سفیر هم ګډون پکې درلود، سریک ژومانګارین وویل، قزاق چارواکي د اسلامي امارت لاسته راوړنې څاري او قزاقي سوداګر او پانګوال لېواله دي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل، هېواد یې له افغانستان سره اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او پانګونې برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

خبرپاڼې لیکلي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو ورکړې ته چمتووالی وښود او څرګنده یې کړه، دا مهال افغانستان د سیمې په کچه د امن یوه بېلګه ده، له همدې امله نړۍ غواړي په بېلابیلو برخو کې له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې کړي.

نوموړي د کابل او الماتا ترمنځ د مستقیمو الوتنو غوښتنه وکړه او ویې وویل، فرهنګي برخه کې له افغان حکومت سره دوه اړخیزو همکاریو ته چمتو دي.

ده  د سیمې په کچه د لویو پروژو د پیل غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د سیمې د ثبات لپاره د دغو پروژو عملي کول مهم دي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر او افغان – قزاق نندارتون پرانیسته د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل غوره بېلګه یاده کړه.

هغه وویل، افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له قزاقستان سره د اړیکو پراختیا او تعامل ډېرېدو ته لېوال دی او ټينګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه دې په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په عملي کولو کې ونډه واخلي .

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي د سیمې له هېوادونو سره په ګډه، سیمه‌ییز اقتصادي او سوداګریز فرصتونه تشخیص او ترې استفاده وکړي.

مولوي عبدالکبیر دغه لیدنه کې له قزاقي پانګوالو غوښتي څو افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي دغه‌راز ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې په بشپړ ډول سرحدات کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړي او خپلواک ملي حاکمیت یې احیاء کړی دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، په سیمه کې امن او ثبات د ټولو په ګټه یاد کړ او ویې ویل، د سیمې د ثبات لپاره اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه په ګډه د سیمې ثبات او پرمختګ ته کار وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.