ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جان بس د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره قطر او پاکستان ته سفر کوي

جان بس د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره قطر او پاکستان ته سفر کوي

author avatar
27 Apr 2024 - 11:15
جان بس د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره قطر او پاکستان ته سفر کوي
author avatar
27 Apr 2024 - 11:15

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر او پاکستان ته د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره د دغه وزارت د سیاسي مرستیال جان بس له سفر څخه خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې جان بس به د اپریل له ۲۶مې تر ۳۰مې نیټې اسلام‌اباد او دوحې ته سفر وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، یاد امریکايي چارواکی په دغه سفر کې د قطر او پاکستان دولت له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان او د سیمې ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې جان بس به د دغه سفر په لړ کې د واشنګټن او اسلام‌اباد د دوه اړخیزو مسایلو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال خپل دغه سفر داسې مهال پیل کړی چې تېره میاشت د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم په یو سیمه‌ییز سفر کې د هند او متحده عربي امارتو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې وي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.