جلالاباد (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۳): ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي، د کابل – جلالاباد لويې لار په درونټې سيمه کې د غره ښوېیدنې له امله څلور کسان مړه شوي او لار هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په را استولې خبرپاڼه کې ليکلي چې نن غرمه مهال د درونټې تونل څخه هاخوا د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د سختو ورښتونو له امله غر ښوېيدلی دی.
سرچينې لیکلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې غر په يو الټو او کرولا ډوله موټرو ښوېيدلی چې له امله يې څلور کسان مړه شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال لار د هر ډول ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP