میدانښار (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت په دایمرداد ولسوالۍ کې د کوچیانو د یوه ټرکټور چپه کېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رييس مولوي فیضالله جلالي پژواک ته وویل چې پرون ناوخته د دایمرداد ولسوالۍ په توکي سیمه کې د کوچیانو یو ټرکټور چپه شوی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او پنځه نور کسان ټپيان شوي دي.
نوموړي د یادې پېښې لامل وروستي پرله پسې ورښتونه او د لارو خرابوالی په ګوته کړ.
دا په داسې حال کې ده چې نن په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې هم د ترافیکو پېښو له امله خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP