ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغان کډوالو د «پي‌او‌ار» کارتونو د اعتبار موده دوه میاشتې وغځوله

پاکستان د افغان کډوالو د «پي‌او‌ار» کارتونو د اعتبار موده دوه میاشتې وغځوله

author avatar
27 Apr 2024 - 09:44
پاکستان د افغان کډوالو د «پي‌او‌ار» کارتونو د اعتبار موده دوه میاشتې وغځوله
author avatar
27 Apr 2024 - 09:44

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د «پي‌او‌ار» په نوم د ورکړ شوو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځوله.

د دغو کارتونو د اعتبار موده د روانې اپرېل میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان حکومت ویلي وو چې د دغو کارتونو د اعتبار موده نه غځوي او پر بې‌اسناده کډوالو سربېره پاکستان کې د ثبت شوو افغانانو ایستلو لړۍ هم پیلوي.

د بي‌بي‌سي د خبر له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې پرېکړه کړې چې د «پي‌او‌ار» په نوم د ورکړ شوو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځول شي او د دغو کارتونو لرونکي کډوال به د جون تر وروستیو د ښوونځیو او خپلو بانکي حسابونو په ګډون نورو خدماتو ته هم لاسرسی ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کابینې غونډه کې ویل شوي چې د ‘پي‌او‌ار’ کارتونو لرونکي افغان کډوال به د بې‌اسناده کډوالو ایستلو درېیم پړاو کې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې  درې عشاریه یو میلیون افغان کډوال مېشت دي چې ۱.۳ ميليونه “پي‌او‌ار” او شاوخوا ۹۰۰ زره یې افغان سیټیزن کارت “اې‌سي‌سي” په نوم کارتونه لري او پاتې نور یې اسناد نه لري.

د راپورونو له مخې، پاکستان تېر کال په زور د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړه او تر  نيم ميليون کډوال یې وایستل.

د یادونې ده، له پاکستانه په زور د افغان کډوالو ایستلو لړۍ او له ځینو کډوالو سره شوی زورزیاتی د کډوالۍ نړۍوال سازمان‌ (ای‌او‌اېم)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یواېن‌اېچ‌سي‌ار)، د بښنې نړۍوال سازمان او د افغانستان اسلامي امارت په ګډون د بېلابېلو خواوو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.

Views: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.