Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۱۵ میلیون یورو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې او د اوبو خدمتونو ښه کېدو په موخه ۱۵ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.

دغه بنسټ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې مرستې سره به په ۲۲ ولایتونو کې ۲۷ میاشتنی پروګرام ترسره شي.

یونیسف ویلي، ټاکل شوې د دغه پروګرام له لارې ۸۰ زره کسانو ته د څښلو پاکو اوبو او ۲۰۶ زره کسانو ته روغتیایي خدمتونو او شپږ زره نجونو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ هم اروپایي ټولنې له ایران او پاکستانه راایستل شوو کډوالو لپاره ۱۷ میلیون یورو مرسته وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.