Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان د دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې د دغه ولایت له مرکز سره تړل شوې دي

فیض‌اباد (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): د بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو له امله د بدخشان د بهارک او تشکان ولسوالیو مواصلاتي لارې د دغه ولایت له مرکز سره تړل شوې دي.

 د ارغنجخوا ولسوالۍ خانقاه سیمه کې د ورښتونو او د سېلابي رسوباتو راوتلو له امله له تېرې شپې راهیسې د فیض‌اباد – بهارک لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

خو د بدخشان د ټولګټو ریاست وایي چې د دغه ریاست ماشینري سیمې ته استول شوې او تر څو ساعتونو وروسته به دغه لار خلاصه شي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري وایي چې تېره شپه د ورښتونو ورېدو او سېلابونو راوتلو له امله خانقاه سیمه کې د فیض‌اباد - بهارک مواصلاتي لار تړل شوې ده.

هغه وایي چې د لارې تر خلاصېدو دې موټرچلوونکي او مسافر له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.

ورته وخت کې، د ټولګټو ریاست ساختماني امر انجنیر افتخار احمد مخدوم‌زاده د دغه خبر په تایید سره وایي چې د دغه ریاست لویه ماشینري لکه لوډر، بلډوزر او داسې نور وسایط د دغه ولایت په نورو سیمو کې د سېلابي رسوباتو پاکولو او د لارو په پرانیستو کې مصروفې وې چې اوس خانقاه سیمې ته استول شوې دي.

د هغه په خبره، تر څو ساعتونو وروسته به یاده لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.

هغه دغه‌راز وویل، له دې لارې پرته د تشکان ولسوالۍ مواصلاتي لار هم په غوري‌سنګ سیمه کې تړل شوې، د دې لپاره چې یاده سیمه لرې ده او ماشینري ورته پر وخت نشي رسېدلی، دا لار به د سیمه‌ییزو ټیمونو له خوا د دې ولسوالۍ د ادارې په مرسته پرانیستل شي.

دغه راز، د فیض‌اباد – بهارک لویې لارې یو موټرچلوونکی محمدعارف وایي چې د لارې بندېدو له امله ډېر ناروغان، ماشومان او د ادارو کارکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه له مسوولینو غواړي، اجازه ور نه کړي چې دغه مهمه لار له یوه ساعت ډېره بنده پاتې شي او خلک له ستونرو سره مخ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.