Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د مجاهدینو د بریا ورځ (د غویي ۸مه) ونمانځل شوه

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): ځینو چارواکو په کابل کې د مجاهدینو د بریا ورځې (د غویي اتمه) په نمانځغونډه کې وویل چې ا.ا د جهاد ارزښتونه ساتلي، خو دښمن لا هم په کمین دی او هڅه کوي چې افغانان سره ووېشي.

د خلق ډيموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غویي په اوومه کودتا وکړه او د وخت د ولسمشر محمد داوود جمهوري نظام یې ړنګ کړ؛ وروسته د افغانستان خلک د خلق ګوند د حکومت پر ضد راپورته شول او د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه شوروي پوځیانو د یاد حکومت په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.

د افغانستان د خلکو د مقاومت په پایله کې شوروي پوځیان د ١٣٦٦ کال د سلواغې ٢٦مه له افغانستانه وتلو ته اړ شول او د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه واک د مجاهدینو د ځینو ډلو لاس ته ورغی او ورپسې په کابل کې د ځینو جهادي ډلو ترمنځ خپلمنځي خونړۍ جګړې پیل شوې چې د نجیب د واکمنۍ ځینو جنرالانو هم برخه په کې لرله.

نن په کابل کې د غویي د اتمې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ‌الحدیث نورمحمد ثاقب په دې غونډه کې وویل، د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له ماتې او د مجاهدینو تر بریا وروسته په هېواد کې ګڼې وژنې، فساد او ناورینونه رامنځته شول چې په پایله کې یې د طالبانو پاڅون ته اړتیا پیدا شوه.

دی وايي: «اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي، د شهیدانو ارمانونه یې پوره کړي او په هېواد کې یې خپلواک اسلامي نظام حاکم کړی دی.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په یاده ناسته کې له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د جهاد قربانۍ هېرې نه کړي او درناوی یې وکړي.

دی وايي، په جهادونو کې د علماوو او نارینه وو سربېره ښځو هم ونډه لرله او له خپلو ماشومانو سره یې د هېواد خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي.

حقاني زیاته کړه، د مجاهدین ستر کمی دا و چې یو امیر او بیرغ یې نه درلود.

د ده په وینا، افغانانو د هغه مهال جهاد ثمره ترلاسه نه کړه؛ دا ځکه چې په دې کې د شرق او غرب لاس و او نه یې غوښتل د اسلامي امارت په څېر واحد اسلامي نظام رامنځته شي.

هغه زیاته کړه: «هغه دښمن چې مجاهدین یې وغولول، نن هم په کمین کې ناست دي، په یو نوم او بل نوم کوشش کوي چې افغانان سره ووېشي.»

حقاني زیاتوي: «دښمن له مخامخ جګړې لوېدلی، کوشش کوي چې په داخل کې ځیني کسان پیدا کړي، خو موږ باید کوشش وکړو چې افغانستان خپله بسیا کړو، افغانان د نورو له احتیاجه وساتو او دې ته باید توجه وکړو چې څنګه افغانان وحدت ته وهڅوو.»

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نظامي مرستیال مولوي سعیداحمد شهیدخېل په نننیو مراسمو کې وویل، ولس له ستونزو سره - سره د روسانو مقابلې ته ودانګل او په پای کې یې تاریخي ماته ورکړه او هېواد یې ازاد کړ.

ده زیاته کړه چې امریکا د روسانو له ماتې وروسته د مجاهدینو ترمنځ تفرقې واچولې څو افغانستان کې اسلامي نظام جوړ نه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.