Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د پاشدان بند پاتې چارې بشپړیږي                          

کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو پرانېسته وکړه.

د پاشدان بند د هرات ولایت په کروخ ولسوالي کې موقعیت لري، د یاد بند د جوړولو چارې د پخواني حکومت پر مهال پیل شوې وې خو په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال له سیاسي تحول وروسته یې چارې وځنډېدې، دغه بند به شاوخوا ۴۵ میلیونه مترمکعب اوبه ذخیره، ۱۳ زره هکټاره ځمکه به خړوبه او دوه مېګاواټه برېښنا به تولید کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن هرات ولایت کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، اسلامي امارت د هېواد د خودکفايۍ، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو تر څنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري.

هغه وویل، اسلامي امارت د هېواد په کچه د ټولو هغو بندونو ارزونه ترسره کړې چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو.

ده زیاته کړه، د یادو بندونو د پاتې چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي. د دغو بندونو له جملې یې یو هم د پاشدان بند دی، چې نن یې عملاً کار پيل شو.

د ملا برادر په خبره، اسلامي امارت په ټول توان د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په وخت او ښه کیفیت سره یې کارونه تکمیل کړي.

د پاشدان بند پروژې په بشپړېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.