ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د لومړي ځل لپاره د اوړو تولید یوې کارخونې فعالیت پيل کړ

فراه کې د لومړي ځل لپاره د اوړو تولید یوې کارخونې فعالیت پيل کړ

author avatar
28 Apr 2024 - 18:11
فراه کې د لومړي ځل لپاره د اوړو تولید یوې کارخونې فعالیت پيل کړ
author avatar
28 Apr 2024 - 18:11

فراه (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): فراه کې سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د بخش‌اباد په نوم د اوړو تولید یوې کارخونې د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې سره فعالیت پيل کړ.

د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمس‌الحق اجمل نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه کارخونه د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ ټنه غنم اوړه کوي.

هغه وویل چې په دغه کارخونې کې ۱۴ میلیون افغانۍ پانګونه شوې او ۳۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د دې کارخونې مسوول کمالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ډېر دي نو دا یې لازمه وبلله چې کارخونه جوړه کړي.

هغه وویل، هڅه کوي با کیفیته اوړه تولید کړي او نورو ولایتونو ته به یې هم ولېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.