کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): د ۲۰۲۴ نړۍوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له لارموندلو وروسته ډېر شمېر سیاسي او ورزشي شخصیتونو په دې اړه غبرګونونه ښودلي او مبارکۍ یې ورکړې دي.
د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې لوبغاړي محمدنبي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «زموږ د هېواد فوټسال لوبډلې لومړي ځل لپاره د فوټسال نړۍوال جام ته لار وموندله، ژوندي دې وي ځوانان.»
د افغانستان کرکټ بل ستوري راشدخان هم پر خپله فېسبوکپاڼه د یادې بریا مبارکي ویلې ده.
نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان ټول غیور ولس ته نړۍوال جام ته د خپل ګران هېواد د فوټسال لوبډلې د رسېدو مبارکي وایم.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم پر خپله اېکسپاڼه د یادې بریا مبارکي ورکړې ده.
بلخوا، د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې نړۍوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل د هېواد ورزش لپاره تاریخ جوړونکی دی.
په همدې حال کې، د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پر اېکسپاڼه لیکلي: «د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ بریاوې په ځانګړي ډول د قرغزستان پر وړاندې د نننۍ بریا او د ازبکستان نړۍوال جام ته د لارې موندولو مبارکي وایم.»
مخکني ولسمشر محمداشرف غني پر خپله اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي: «د لومړي ځل لپاره نړۍوال جام ته د خپل ګران هېواد د فوټسال ملي لوبډلې بریا دې افغان لوبغاړو او ټول ملت ته مبارک وي.»
د يادونې ده چې د هېواد يو شمېر نورو سياسي او ورزشي شخصيتونو هم د دې بريا د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې د قرغزستان ملي لوبډلې ته پنځه د درې ګولونو په توپیر په ماته ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړۍوال جام ته لار پیدا کړه.
په دې سیالي کې د افغانستان لپاره امید قنبري، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي او مهران غلامي (دوه ځلې) ګولونه ووهل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP