ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبا ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

سبا ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

author avatar
28 Apr 2024 - 11:46
سبا ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي
ارشیف
author avatar
28 Apr 2024 - 11:46

کابل (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۳): سبا د هېواد په ټولو ولایتونو کې له پنځو کلونو کم‌عمره ۱۰،۷ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) واکسین او ويټامين اې (A) ورکولو کمپاین پیلېږي.

«له پولیو د پاک افغانستان پروګرام» پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې دغه کمپاين به سبا (د غويي لسمه) پيل شي.

سرچینه زياتوي: «په دغه کمپاين کې ماشومانو ته ويټامين A هم ورکول کېږي، نو له دې فرصته ګټه پورته کړئ څو خپلو ټولو ماشومانو ته د پوليو واکسين د څاڅکو ترڅنګ ويټامين A هم ورکړئ؛ ځکه د ناروغيو پر وړاندې د ماشومانو معافيت لوړوي او د سترګو د ديد له کمزوري کېدو یې مخنيوی کوي.»

ورته مهال د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان امرخېل په يوه ويډيويي پيغام کې ویلي، دا د عامې روغتيا وزارت لومړی ملي کمپاين دی چې څلور ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ۱۰،۷ میلیونه ماشومانو ته د پوليو واکسین تطبیق شي.

هغه زیاتوي: «په دغه کمپاين کې به له شپږو تر ۵۹ مياشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د ويټامين اې ((A کپسول هم ورکړل شي، د ويټامين اې کپسولو څخه موخه د ماشومانو د دفاعي سیسټم قوي کول او د سترګو دید زیاتول دي.»

هغه دغه راز وویل: «د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې موږ خوشبختانه په هېواد کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه لرو.»

د عامې روغتيا وزارت وياند وايي، د وروستيو ورښتونو له امله به په غور، باميان او ډايکنډي ولایتونو کې د پوليو واکسين دغه کمپاين څه موده وروسته پيل شي.

د عامې روغتیا وزارت ۲۰۲۴ زېږدیز کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او کنټرول وروستی کال یاد کړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې به په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ د واکسین څلور کمپاینونه ترسره کړي.

ګوزن يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو د واکسين له لارې یې مخینوی کېدای شي‎.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.