کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): ملګرو ملتونو ویلي چې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا د دورې د ارزونې کاري ټیم ناسته نن د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزونې لپاره ناسته ترسره کیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ارزونې کاري ټیم نن (دوشنبه، د غويي ۱۰مه) د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزونې لپاره ناسته ترسره کوي.
د ارزونې کاري ډلې ناسته به د ۲۰۲۴ کال د اپرېل له ۲۹مې د مۍ میاشتې تر ۱۰مې د سویس په جینوا کې ترسره شي او په هغه کې به د ۱۴ هېوادونو د بشري حقونو د راپورونو ارزونه وشي.
د دې ناستې په لومړۍ ورځ به مخکې له غرمي د نیوزلنډ او له غرمې وروسته به د افغانستان د بشري حقونو د راپور ارزونه وشي.
دې ناسته کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد اندېشه هم ګډون وکړي.
یاده ناسته کې د بشري حقونو د ډلو او کارپوهانو راپورونه، د بشري حقونو د بنسټونو معلومات او مدني ټولنه څېړل کېږي او د هېوادونو استازي به د هغو فعالیتونو په اړه چې د مخکې دورو د وړاندیزونو لپاره متعهد شوي وو د بشري حقونو په اړه خبرې وکړي.
افغانستان کې په داسې حال کې د بشري حقونو اروزنه کېږي چې له دې مخکې ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو په دغه هېواد کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې بشري حقونه مراعتیږي خو په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع «ناوړه استفاده» کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له دې مخکې تېرو ۲۰ کلونو کې درې ځله په افغانستان کې د بشري حقونو ارزونه کړې چې وروستی ځل یې په ۲۰۱۹ کال و.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن