غزنيښار (پژواک، ۱۰ غوایی ۱۴۰۳): د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ناوخته د قرهباغ ولسوالي په نکوردک کلي کې ماشومانو د اګایز یوه زړه مرمۍ موندلې وه، لوبې یې پرې کولې چې چاودنه یې ورباندې کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو ۱۵ هلک وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د یادې پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه پر وخت رسېدلي، ټپي ماشومان یې لومړی د قرهباغ ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي او وروسته یې د غزنې ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
هغه وايي چې ټپیان دا مهال تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
د یادونې ده، یوه میاشت مخکې هم د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن