Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان مرکزي بانک پخوانی رییس عبدالقدیر فطرت وفات شو

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان مرکزي بانک پخوانی رییس عبدالقدیر فطرت د یک‌شنبې په ورځ (د غویي نهمه) د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

له بدخشان ‎ولایت څخه د افغانستان د پارلمان مخکیني غړي عبدالشکور واقف حیکمي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، فطرت پرون مازیګر پنځه بجې د امریکا متحده ایالات په ویرجینیا ایالت کې وفات شوی دی.

نوموړي لیکلي: «څو میاشتې کېدې چې هغه [فطرت] د سرطان پر ناروغۍ اخته و.»

دغه‌راز‌، د فطرت خپلوانو امریکا غږ ته تایید کړې چې هغه د یک‌شنبې په ورځ په سیمه‌ییز وخت د مازیګر ۰۵:۰۰ بجې په ویرجینیا ایالت کې د سرطان ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

فطرت له ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۹۰ لمریز کال پورې د افغانستان مرکزي بانک د رییس په توګه کار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.