ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
29 Apr 2024 - 12:18
ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
29 Apr 2024 - 12:18

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو له امله د یوې خونې چت لوېدو له امله یو ماشوم مړ شوی او یوه ښځه ټپي ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي بدلون پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې ورځې بارانونو له امله د مومندرې ولسوالۍ د ګردي‌غوث د اتمانزو کټه‌خېلو کلي کې د یوې خونې چت لوېدلی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یو نهه کلن ماشوم مړ شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د یادونې ده، په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار کې په ورته نورو پېښو کې هم خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه راز بدلون وویل چې تېره ورځ د ننګرهار په درېيو نورو ولسوالیو کوټ، بټي‌کوټ او خوږياڼو کې د سېلابونو له امله ۱۵۰۰ جریب فصلونه له منځه تللي دي.

هغه وویل چې یاد فصلونه د هندواڼو، رومیانو او غنمو وو.

د بدلون په وینا، د ننګرهار حکومتي مسوولین له مرستندویه ادارو سره په اړیکه کې دي څو د ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمن شوو ته د مرستو زمینه برابره کړي.

د  ننګرهار د حکومتي مسوولینو معلوماتو له مخې، د وروستیو ورښتونو له امله په دغه ولایت کې څه باندې ۱۶ زره جریب کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.