کابل (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۳): د دوبۍ حاکم په دغه ښار کې د المکتوم نړۍوال هوایي ډګر د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارد درهم تصویب کړل چې ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارد ډالر کېږي.
د عربي متحده اماراتو د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد المکتوم پر خپله اېکسپاڼه د دې څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې د المکتوم نړۍوال هوایي ډګر به په نړۍ کې تر ټولو لوی هوايي ډګر وي چې هر کال به د ۲۶۰ میلیون مسافرو د ترانزیټ او تګ راتګ وړتیا لري او د دوبۍ له اوسني نړۍوال هوایي ډګره به پنځه برابره لوی وي.
هغه زياته کړې چې د المکتوم هوايي ډګر دغه ترمینل به ۴۰۰ دروازې او پنځه ځغاستلیکې ولري او په راتلونکو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات المکتوم ته ولېږدول شي.
د راپورونو له مخې، د دوبۍ هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس ویلي چې دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP