مزارشریف (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وايي، تېره یوه اونۍ د کوکنارو اړولو کمپاين پر مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې اته سوه جریبه د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی دی.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په استول شوو بېلابېلو خبرپاڼو کې راغلي چې د دې قوماندانۍ د نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو تېره یوه اونۍ د کمپاین پر مهال په چمتال، البرز، کشندې، چهاربولک او شولګرې ولسوالیو کې ۸۳۸ جریبه ځمکه د کوکنار له کښته پاکه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کمپاین په دوامداره توګه جریان لري او ټولې هغه سیمې چې کوکنار په کې کرل شوي د دغه بوټي له کښته به پاکې شي.
خبرپاڼه وایي چې امنیتي مسوولینو د کلیو له سپینږیرو او مشرانو غوښتي څو کروندګرو ته سپارښتنه وکړي څو د دغه بوټي له کرلو ډډه وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، مسوولینو دغه راز خبرداری ورکړی، هر هغه څوک چې کوکنار وکري عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي او قانوني چلند به ورسره کېږي.
د یادونې ده چې د بلخ ترڅنګ په ټولو ولایتونو کې د کوکنارو د اړولو کمپاین روان دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP